Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

سعودي په کابل کې پرونۍ ځانوژونکي حمله په سختو ټکو وغندله

0
سعودي عربستان په کابل کې پرونۍ ځانوژونکي حمله چې لږ تر لږه ۶ تنه په‎کې ووژل شول، په سختو ټکو وغندله.


د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې دا ډول بې رحمانه اعمال په کلکه غندلي او قربانیانو او د هغوی کورنۍ ته یې د خواخوږي ترڅنګ د ترهګرۍ په وړاندې مبازره کې د افغانستان له حکومت سره خپل کلک پیوستون څرګند کړی دی.


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ویلي چې په‎دې حمله کې چې مسوولیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په غاړه اخېستی، شل تنه نور ټپیان شوي دي.


دغه حمله د په لسګونو معترضانو د راټولېدو ځای ته نېژدې شوې ده.


اعتراض کوونکو د غزني په مالستان او جاغوري او د ارزګان په خاص ارزګان ولسوالیو کې د وسله‎والو طالبانو د حملو په وړاندې راټول شوي وو.


داعش په‎دې وروستیو کې په کابل کې د ډېرو حملو مسوولیت په غاړه اخېستی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса