Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

زلمي خلیل‌زاد په کابل کې له عبدالله عبدالله سره وکتل

0
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د افغانستان د حکومت له اجرائیه رئیس سره په کتنه کې د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر پر مخ بیولو تاکید وکړ.


زلمي خلیلزاد پرون دوشنبه په کابل کې له عبدالله عبدالله سره وکتل.


د عبدالله مرستیال ویاند امید میثم ازادي راډيو ته وویل:


"ښاغلي خلیلزاد څرګنده کړه چې واشنګټن ژمن دی چې د سولې بهیر به د افغانانو په مشرۍ او مالکیت مخ ته وړي او امریکا او نور هېوادونه به د اسانتیاوو برابرونکو په توګه رول لوبوي. اجرائیه رئیس هم تاکید وکړ چې د سولې د پروسې په تړاو باید د افغانستان خلکو ګام په ګام معلومات ورکړل شي."




ښاغلي خلیلزاد د یکشنبې په ورځ دغه راز له افغان ولسمشر اشرف غني سره هم کتلي و.


د خلیلزاد دغه لیدنې کتنې د هغو هڅو یوه برخه ده چې هدف یې د افغانستان د حکومت او وسله‎والو طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته لاره هوارول دي.


ټاکل شوې چې نوموړی به په‎دې سفر کې پاکستان، متحده عربي اماراتو او قطر ته چې د طالبانو سیاسي دفتر په‎کې فعال دي، هم ولاړ شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса