Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

سټولټنبرګ: اروپایي غړي دې د ناټو دفاعي اتحاد خطر سره نه مخ کوي

0
د ناټو عمومي منشي د امریکا او فرانسې د ولسمشرانو ترمنځ د وروستۍ لفظي شخړې وروسته خبرداری ورکړ چې د ناټو اروپایي غړي باید د دې سازمان دفاعي اتحاد له خطر سره مخامخ نه‌کړي.


ینس سټولټنبرګ دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ په برلین کې په یوه غونډه کې وکړې.


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوومبر په نهمه په یوه ټویټر کې ولیکل چې د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون په‌دې خبرې سره چې اروپا باید یوه واقعي اردو ولري، سپکاوی کړی دی.




مکرون د اروپایي اردو د اړتیا په اړه په څرګندونو کې دغه راز د متحده ایالاتو نوم هم د روسیې او چین په خوا کې اخېستی و چې د ده په وینا د اروپا امنیت ګواښي.


د ناټو عمومي منشي پرته له دې چې د اروپا لپاره د یوې اردو د جوړولو په اړه د مکرون غوښتنې ته اشاره وکړي وویل چې دی په دفاعي برخه کې چې ناټو ورسره پیاوړې کیږي، د اروپا د قوي هڅو هرکلی کوي، خو سټولټنبرګ اروپایي غړو ته د ناټو د فعالیتونو ترڅنګ د موازي فعالیتونو او له متحده ایالتونو سره یې د اړیکو د زیانمن کولو په وړاندې خبرداری ورکړ.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса