Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

ایران د نړۍ له قدرتونو سره د ۲۰۱۵ تړون ته ژمن پاتې شوی

0
د ملګروملتونو د اټمي څارنې اداره وایي چې ایران له خپله اړخه د نړۍ له قدرتونو سره د ۲۰۱۵ میلادي کال تړون ته ژمن پاتې شوی دی. دا وروسته له هغې چې واشنګټن پر تهران د تیلو بندیزونه بېرته ولګول، د دغې نړیوالې ادارې لومړنی راپور دی چې خپرېږي.


د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې «IAEA» په دغه راپور کې چې پرون دوشنبې یې په ویانا کې له خپل مقره خپورکړی ویلي چې د ایران د غني شویو یورانیمو زېرمې او د دغسې موادو د تولید لپاره د دې هېواد وړتیاوې له هغو حدودو ټیتې دي چې په‎دغه تاریخي تړون کې ټاکل شوي دي.


د دغې ادارې له‎خوا د سیمه‎ییزو څېړنو ځینې برخې مخکې له هغې چې د نوومبر په پنځمه پر ایران د واشنګټن دغه نوي بندیزونه جاري شي، ترسره شوي دي. خو یوه جګپوړي ډیپلومات چې له وضعیته خبر دی ویلي چې د دې کومه نښه نه لیدل کېږي چې له هغه وخت راهیسې دې د ایران له لوري په همکاري یا په دریځ کې کوم بدلون راغلی وي.


د «IAEA» مشر یوکیا امانو په دغه راپورکې چې خبریالانو هم لیدلی لیکلي چې ایران په بشپړه توګه اټمي څارونکو ته اجازه ورکړي چې له اټمي تأسیساتو یې کتنې ترسره کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса