Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

سعودي په کابل کې پرونۍ ځانوژونکې حمله په سختو ټکو وغندله

0
سعودي عربستان په کابل کې پرونۍ ځانوژونکې حمله چې لږ تر لږه ۶ تنه په‎کې ووژل شول، په سختو ټکو وغندله.


د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې دا ډول بې‌رحمانه اعمال په کلکه غندلي او قربانیانو او د هغوی کورنۍ ته‌یې د خواخوږۍ تر څنګ د ترهګرۍ په وړاندې مبازره کې د افغانستان له حکومت سره خپل کلک پیوستون څرګند کړی دی.


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ویلي چې په‎دې حمله کې چې مسؤلیت‌یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په غاړه اخیستی، ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.


دغه حمله د لسګونه معترضانو د راټولېدو ځای ته نږدې شوې ده.


اعتراض کوونکو د غزني په مالستان او جاغوري او د ارزګان په خاص ارزګان ولسوالیو کې د وسله‎والو طالبانو د حملو په وړاندې راټول شوي وو.


داعش په‎دې وروستیو کې په کابل کې د ډېرو حملو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса