Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

ایران د نړۍ له قدرتونو سره د ۲۰۱۵ کال تړون ته ژمن پاتې شوی

0
د ملګرو ملتونو د اټمي څارنې اداره وایي چې ایران له خپله اړخه د نړۍ له قدرتونو سره د ۲۰۱۵ میلادي کال تړون ته ژمن پاتې شوی دی.


دا وروسته له هغې چې واشنګټن پر تهران د تېلو بندیزونه بېرته ولګول، د دغې نړیوالې ادارې لومړنی راپور دی چې خپرېږي.


د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې «IAEA» په دغه راپور کې چې پرون دوشنبه‌یې په ویانا کې له خپل مقره خپور کړی ویلي چې د ایران د غني شویو یورانیمو زېرمې او د دغسې موادو د تولید لپاره د دې هېواد وړتیاوې له هغو حدودو ټیتې دي چې په‎دغه تاریخي تړون کې ټاکل شوي دي.


د دغې ادارې له‎خوا د سیمه‎ییزو څېړنو ځینې برخې مخکې له هغې چې د نومبر په پنځمه پر ایران د واشنګټن دغه نوي بندیزونه جاري شي، ترسره شوي دي، خو یوه جګپوړي ډیپلومات چې له وضعیته خبر دی ویلي چې د دې کومه نښه نه‌لیدل کېږي چې له هغه وخت راهیسې دې د ایران له لوري په همکاري یا په دریځ کې کوم بدلون راغلی وي.


د «IAEA» مشر یوکیا امانو په دغه راپور کې چې خبریالانو هم لیدلی لیکلي چې ایران په بشپړه توګه اټمي څارونکو ته اجازه ورکړې چې له اټمي تأسیساتو یې کتنې ترسره کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса