Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

الکسي ناوالني وايي، له روسیې له وتلو منع شوی

0
د روسیې د حکومت مخالف سیاستوال الکسي ناوالني وايي، له روسیې له وتلو منع شوی دی.


ټاکل شوې چې په سټراسبورک کې د اروپا د بشري حقونو محکمې د ناوالني په برخه کې خپل حکم اعلان کړي.


الکسي ناوالني د روسیې پر حکومت له سختو انتقاد کوونکو دی.


ناوالني نن سې شنبه د نومبر ۱۳مه، پر ټویټر لیکلي چې په هوايي ډګر کې د پاسپورټ د کنټرول مأمورینو درولی او د "خاصې تلاشۍ" په نوم‌یې له روسیې د هغه د وتلو مخینوی کړی دی.


الکسي ناوالني په یوه ټویټ کې لیکلي: 


"هغوی یو لیک راکړ چې له وتلو منع یم، خو ولې؟ هېځ وضاحت‌یې نه‌دی راکړی." او د لیک متن‌یې هم خپور کړی دی.


ناوالني له روسیې فرانکفورت او بیا ستراسبورګ ته د تګ پلان درلود.


هغه د ځان په اړه د اروپا د بشري حقونو د محکمې د حکم د اورېدو لپاره سټراسبورګ ته روان و.


د اروپا د بشري حقونو محکمه به په دې اړه پرېکړه کوي چې د روسیې حکومت د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ میلادي کلونو ترمنځ الکسي ناوالني د سیاسي دلایلو پر اساس توقیف او جریمه کړی او په دې ډول‌یې د هغه پر بنیادي بشري حقونو تېری کړی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса