Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

د تاجکستان په یوه زندان کې ۵۰ کسان وژل شوي

0
په تاجکستان کې پټې سرچینې وايي، د هغه هېواد د شمالي ولایت خُجند په یوه زندان کې د نښتې له امله د وژل شویو زندانیانو شمېر ۵۰ دی.


د نومبر په ۷مه د خُجند په یوه زندان کې د بلوا خبر خپور شو.


د تاجکستان حکومت په دې اړه د ډېرو معلوماتو له خپرولو ډده کړې.


د سیمې خلکو ازادي راډیو ته ویلي وو چې پولیس د بلوا د ځپلو لپاره زندان ته استول شوي او له هغه ځایه د ډزو غږ هم اورېدل شوی و.


په تاجکستان کې یوې حکومتي سرچینې چې د مسئلې د حساسيت په خاطر یې د خپل نوم د پټ پاتې کېدو په شرط خبرې کولې، پرون دوشنبه د ازادي راډیو خبریال ته د ۵۰ تنو وژل شویو زندانیانو نوملړ ورښکاره کړی دی.


د ازادي راډیو خبریال ته اجازه نه‌وه ورکړل شوې چې د لېست عکس واخلي.


د تاجکستان پټو حکومتي سرچینو مخکې ازادي راډیو ته ویلي وو چې د بلوا ضد پولیسو او د زندانیانو ترمنځ په نښته کې ۲۲ بندیان او دوه ساتونکي وژل شوي دي.


د اسلامي دولت وسله‌والې ډلې داعش ادعا کړې چې په خُجند کې د زندانیانو په بلوا کې د دوی وسله‌والو لاس درلود.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса