Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

د سعودي عربستان لوی څارنوال ۵ کسانو ته د مرګ د سزا غوښتنه کړې

0
د سعودي عربستان لوی څارنوال ۵ هغو کسانو ته د مرګ د سزا غوښتنه کړې ده چې د خبریال جمال خاشقجي په وژنه کې په لاس لرلو تورن دي.


د سعودي د لویې څارنوالۍ یوه چارواکي نن په پایتخت ریاض کې وویل، د هغو ۱۸ کسانو له ډلې څخه چې د خاشقجي د قتل په قضیه کې په لاس لرلو تورن دي، ۱۱ يې تر عدلي تعقیب او پلټنو لاندې دي.


که څه هم د سعودي لویه څارنوالۍ د دغو ۱۱ تورونو نومونه نه‌دي په ډاګه کړي، خو چارواکو ویلي چې په‌دې ډله کې د سعودي د استخباراتو د ادارې پخوانۍ مرستیال هم شامل دی.


د سعودي لویې څارنوالۍ ویلي، دوی د جمال خاشقجي د قتل په قضیه کې له ترکيې څخه اسنادو او شواهدو ته منتظر دي.


خبریال جمال خاشقجي په تېر اکتوبر میاشت کې په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې ووژل شو.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса