Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

دفاع وزارت: شنبې به سرحدي او نظم عامه پولیسو ته معاشونه ورکړل شي

0
د افغانستان دفاع وزارت وايي، له راتلونکې شنبې ورځې نه به سرحدي او نظم عامه پولیسو او هغو منسوبینو ته چې تنخواګانې یې نه‌دي اخېستې، معاشونه ورکړل شي.


د دفاع د وزارت ویاند غفور احمد جاوېد نن په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:


"ملي دفاع وزارت د خپلو منسوبینو د معاشاتو د شفافیت لپاره د معاشاتو برښنايي سیستم پر لاره اچولی دی چې له نیکه مرغه دغه سیستم دوه اتیا په سلو کې بشپړ شوی دی. د سرحدي پولیسو او نظم عامه پولیسو چې د کورنیو چارو له وزارته دفاع وزارت ته انتقال شوي، د هغوی د ځینو منسوبینو تنخواګانې د اسنادو د نه بشپړتیا له امله ځنډیدلې وې."


نوموړي وویل، دفاع وزارت د خپلو منسوبینو د تنخواګانو د ورکړې په اړه له ماليې وزارت سره موافقې ته رسیدلي دي او راتلونکې شنبه به تنخواګانې ورکړل شي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса