Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

پولیسو په کابل پوهنتون کې د پرونۍ نښتې په تړاو لسګونه محصلین ونیول

0
د کابل امنیه قومانداني وايي چې د کابل پوهنتون د محصلینو ترمنځ د پرونۍ نښتې په تړاو یې لسګونه کسان نیولي دي.


د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې په دې نښتو کې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.


د مجاهد په وینا، نښته وروسته له هغه پیل شوه چې د پوهنتون په لیلیه کې د غرمې د ډوډۍ پرمهال دوه محصلین سره ونښتل او وروسته نورو د هغوی په پلوۍ اخ او ډب پیل کړ.


مجاهد وویل:


"د دوو محصلینو ترمنځ د ډوډۍ پرسر لانجه وشوه، دا لانجه د نښتو خوا ته ولاړه، یو کس مړ شوی او دوه ټپیان دي، وضعیت د مازیګر په څلورو بجو بېرته عادي شو."


ښاغلي مجاهد زیاته کړه چې له دواړو خواوو ۳۵ کسان نیول شوي چې اوس مهال په توقیف کې دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса