Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

پاکستان له ۱۲ تښتول شویو ایراني امنیتي مامورینو ۵ تنه ژغورلي

0
پاکستان د پنجشنبې په ورځ وویل، امنیتي ځواکونو یې له هغو ۱۲ ایراني امنیتي مامورینو پنځه تنه خوندي ژغورلي چې تېره میاشت د ایران او پاکستان شریکې پولې ته نېږدې تښتول شوي وو.


د جیش العدل په نوم یوې سخت دریځې وسله والې ډلې د دې ایراني امنیتي مامورینو چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب سرتېري هم پکې وو، د تښتولو مسؤلیت منلی و.


د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل ویلي، د پاکستاني امنیتي ادارو په پرله پسې هڅو پنځه ایراني ساتونکي په خوندي توګه موندل شوي دي.


دا ایرانیان چې استخباراتي مامورین هم پکې وو، د ایران د سیستان بلوچستان ولایت د مرکز زاهدان په جنوب ختیځ کې ۱۵۰ کیلومتره لېرې له پراته کلي لولاکدان څخه تښتول شوي وو.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند فیصل ویلي:


"ژغورل شوي ایراني امنیتي مامورین په ښه روغتیايي وضعيت کې وو او ایراني چارواکو ته سپارل شوي دي."


نوموړي زیاته کړې، د نورو ایراني برمته شویو امنیتي مامورینو د موندلو هڅې روانې دي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса