Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

د لوګر په محمداغې ولسوالي کې تصفیوي عملیات پیل شوي

0
د لوګر امنيه قوماندانۍ وايي چې د دې ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې له تېرو ۲۴ ساعتونو راپه دېخوا تصفیوي عملیات پیل شوي دي.


د امنيې قوماندانۍ ویاند شاه پور احمدزي په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل، د افغان امنیتي ځواکونو په دې عملیاتو کې یو شمېر مشکوک کسان او یو موټر سایکل چې چاودېدونکي مواد پکې ځای پر ځای شوي وو، نیول شوي دي.


د لوګر امنيه قوماندانۍ د دې تصفیوي عملیاتو خبره په داسې وخت کې کوي چې ددې ولایت اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي د لوګر- کابل پر لویه لاره له نا امنیو شکایت کوي.


د لوګر د ولایتي شورا یو شمېر غړو ازادي راډیو ته وویل چې د لوګر- کابل لویه لاره چې خوست او پکتیا ولایتونه هم له پایتخت سره نښلوي، له تېرو ۷ میاشتو راهیسې نا امنه ده.


د لوګر امنیتي چارواکو په دې اړه تر اوسه پورې څه نه نه دي ویلي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса