Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

د انتخاباتو کمېسون: ممکن د کابل د ټاکنو نتیجه په خپل وخت اعلان نشي

0
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسون وايي، ممکن د ولسي جرګې لپاره په کابل کې د ټاکنو نتیجه په ټاکلي وخت اعلان نشي.


د انتخاباتو د خپلواک کمېسون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات نن جمعه ازادي راډیو ته وویل، دوی هڅه کوي چې د رأیو شمېرل په پوره شفافیت وشي او حق حقدار ته ورسېږي.


بل لور ته پر انتخاباتو د څار بنسټونه وايي، د مرکز کابل او د ولایتونو انتخاباتي کمېسونونو له ستونزو سره مخ دي او دا مسئله کولای شي چې د کابل او ولایتونو د انتخاباتو د پایلو پر اعلان منفي اغېز وکړي.


تر دې مخکې د انتخاباتو خپلواک کمېسيون ویلي وو چې د کابل د ټاکونو نتایج به د قوس په لسمه اعلان کړي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса