Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

د هېواد له ځينو سیمو د حکومت او طالبانو د نښتو راپورونه ورکړل شوي

0
د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکړل شوي چې پکې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په مرکز ترینکوټ کې یې د روانو عملیاتو په ترڅ کې ۳۰ وسله وال وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي.


د ارزګان د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سردار محمد حیا نن شنبه ازادي راډيو وویل:


"په دې دوو ورځو عملیاتو کې د دښمن شااوخوا ۳۰ تنه وژل شوي او ۱۵ یې ټپیان دي."


ښاغلي حیا خپل لوري ته د یوه سرتېري د وژل کېدو پخلی وکړ.


د بادغیس سیمه ییز چارواکي بیا وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه د قادس ولسوالۍ په یوه امنیتي پوسته برید کړی دی.


د بادغیس د والي ویاند جمشید شهابي ازادي راډیو ته وویل، دا پېښه د بخش اباد سیمه کې رامنځته شوې او پکې درې تنه پولیس وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان دي.


د ښاغلي شهابي په وینا، وسله والو طالبانو ته هم په دې نښته کې درانه تلفات اوښتي، خو نوموړي یې د دقیق شمېر په اړه څه ونه ویل.


بل خوا د میدان وردګ د ولایتي شورا غړي شریف الله هوتک نن شنبه ازادي راډيو ته وویل، تېره شپه وسله والو طالبانو د سیداباد ولسوالۍ په منګولي سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې د ده په وینا، یو پوسته طالبانو نیولې ده.


 هوتګ وايي، دې نښتو کې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو د دقیق شمېر په اړه یې بې خبري وښوده.


د میدان وردګ د امنیې قوماندانۍ چارواکو په دې اړه له څه ویلو ډه ډه کړې.


وسله والو طالبانو د دې پېښو په اړه تر اوسه کومه تبصره نه ده کړې.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса