Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

ټرمپ: راتلونکې دوشنبه او یا سې شنبه به د خاشقجي په اړه راپور ولرو

0
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، واشنګټن به راتلونکې اوونۍ په‌دې اړه خپله نتیجه ګیري اعلان کړي چې د سعودي خبریال جمال خاشقجي په وژنه کې څوک لاس لري؟


تردې مخکې د متحده ایالاتو استخباراتو ادارې ویلي چې د دوی ارزونې ښيې چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د خبریال خاشقجي د وژلو امر کړی و.


ولسمشر ټرمپ پرون په کلیفونیا ایالت کې خبریالانو ته وویل، راتلونکې دوشنبه او یا سې شنبه به په دې اړه بشپړ راپور ولري.


خو د سعودي حکومت دا ردوي چې ګواکې ولیعهد محمد بن سلمان د جمال خاشقجي د وژلو امر کړی دی.


خبریال جمال خاشقجي په تېر اکتوبر میاشت کې په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې ووژل شو.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса