Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

چارواکي: په زابل کې د وسله والو پر ضد پراخ ژمني پوځي عمليات پيلېږي

0
د زابل امنیتي چارواکي وایي، د وسله والو پر ضد په پيلدونکو پوځي عملياتو کې به افغان ګډځواکونه برخه ولري او هدف به یې په دې ولایت کې د وسله والو د مرکزونو او پتنځايونو له منځه وړل دي.


د زابل امنیه قوماندان سمونوال مصطفي مايار وایي چې د وسله والو د ځپلو په هدف يې په زابل ولایت کې د پيلدونکو ژمنيو عملياتو پلان بشپړ کړی او په نېږدې ورځو کې به دغه پوځي عمليات پيل کړي.


دی وایي:


"زموږ د ژمنیو عملیاتو طرحه جوړه شوې، په ټولو هغو ولسوالیو کې چې کشفي ارګانونو پکې دوښمن تثبت کړي، دغه عملیات به تطبیق شي."


مايار وايي، عمليات چې هوائي ملاتړ به هم له ځان سره ولري، ډېر تمرکز به یې په زابل مرکز او ولسواليو کې د وسله والو د مرکزونو پر لمنځه وړلو وي.


وسله والو طالبانو تر اوسه د زابل د امنیتي چارواکو د تازه څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса