Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

طالبانو تأیید کړې چې له خلیل‌زاد سره‌یې درې ورځني مذاکرات کړي

0
طالبانو تأیید کړې چې په قطر کې یې د زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ د امریکا له یو لوړپوړي هیئت سره درې ورځني مذاکرات کړي دي.


په دوحه کې چېرې چې طالبان سیاسي دفتر لري، دې خبرو له چهارشنبې څخه تر جمعې دوام کړی چې د طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد په وینا، د افغانستان د مسئلې د سوله‌ییز هواري پر لارو چارو راڅرخېده.


مجاهد په یوې اعلامیه کې ویلي چې دا مذاکرات ابتدايي وو او کوم توافق په‌کې نه‌دی شوی.


نوموړي د رسنیو هغه راپورونه هم رد کړي چې ګوندې وسله‌وال طالبان د موقت حکومت رامنځته کېدل غواړي.


دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد پرون په کابل کې خبریالانو ته د افغانستان تر ولسمشرۍ انتخاباتو مخکې له طالبانو سره د سولې د یو جوړجاړي ته د رسېدو په اړه په احتیاط خوشبیني وښودله.


بل‌خوا د سولې عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد نن ازادي راډیو ته وویل، که د سولې بهیر جدي تعقیب شي، دا ممکنه ده چې تر انتخاباتو پورې حکومت او طالبان خپلو کې سولې ته ورسېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса