Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

چارواکي: د مالستان ولسوالي په بشپړه توګه له طالبانو پاکه شوې

0
د غزني دولتي چارواکي وايي، د دغه ولایت مالستان ولسوالي یې په بشپړه توګه له وسله والو طالبانو پاکه کړې او هغوی ته یې درنه مرګ ژوبله هم اړولې ده.


د ولایت ویاند محمد عارف نوري د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:


"د تېرو لسو ورځو له جګړو وروسته د غزني په مالستان ولسوالۍ کې د ګډو افغان ځواکونو او محلي پاڅونوالو له لوري عملیات ترسره شوي او د دې ولسوالۍ ټولې سیمې یې له وسله والو طالبانو پاکې کړې دي."


نوري زیاتوي، د دې جګړو په ترڅ کې سلو تنو وسله والو او شلو تنو امنیتي سرتېرو او پاڅونوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


بل لور ته وسله وال طالبان هم مني چې د مالستان له ولسوالۍ وتلي دي.


د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، د سیمې له قومي مشرانو سره له سلا مشورو وروسته د دوی جنګیالي د دې ولسوالۍ له ځینو سیمو په شا شوي، خو د ور اوښتې مرګ ژوبلې خبرونه یې بې بنياده وبلل.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса