Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

یوناما، امریکا او افغان دیني عالمانو د کابل خونړی حمله وغندله

0
نړیوالو ادارو، افغان دیني عالمانو او چارواکو او په کابل کې د امریکا سفیر، د میلاد النبي پر مراسمو د پرون ورځې خونړۍ برید په سختو ټکو غندلی دی.


په کابل کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازي دفتر یا یوناما پرخپل ټویټر ویلي:


"په داسې حال کې چې په ټول افغانستان کې خلکو یوه مهمه مذهبي ورځ یادوله، د کابل خونړۍ چادونې یوناما غوسه کړې ده."




د یوناما چارواکو د قربانیانو له کورنیو سره غمشریکي ښودلې او زیاته کړې یې ده، دوی د پېښې په اړه د معلوماتو پر راټولو بوخت دي.


د بخښنې نړیوال سازمان هم په یو بیان کې پرونی برید غندلی او دا یې یو جنایت بللی.


په کابل کې د امریکا سفیر جان باس هم پر خپل ټویټر کي ویلي چې پر دیني عالمانو د تير ماښام تروریستي برید په ژوره توګه خواشینی کړی. 




افغان دیني عالمانو بیا دا د اسلام خلاف عمل بللی دی. د کابل د دیني عالمانو د شورا رئیس عبدالبصیر حقاني ازادي راډیو ته وویل:


"کافر هم دا ډول عمل نه کوي لکه دوی چې کړی، موږ یې په سختو ټکو غندو، دا د پیغمبر پر سیرت حمله ده او دا د اسلام خلاف ده."


پر افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله سربېره یو شمېر نورو افغان چارواکو او سیاسي شخصیتونو هم د میلاد النبي پر مراسمو دا ځانوژونکی برید غندلی او دا یې د اسلام د احکامو څرګند سرغړاوی بللی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса