Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

د انټرپول د نوي مشر د ټاکلو لپاره به رأیې ورکړل شي

0
په داسې حال کې چې ټاکل شوې د انټرپول یا نړیوالو پولیسو د نوي مشر د ټاکلو لپاره رأیې ورکړل شي، د روسیې د اپوزیسون فعالانو، امریکايي سناتورانو او د ځینو نورو هېوادونو چارواکو پر دې نړیواله څوکۍ د روسیې د کورنیو چارو د وزارت د یو لوړپوړي چارواکي د انتخابېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.


بریتانوي رسنیو راپور ورکړی چې پر روسیې د هغو تورنو سربېره چې ګوندې د انټرپول پولیسو په وسیله خپل سیاسي مخالفان تعقیبوي، د دې زیات احتمال شته چې ۵۶ روسي جنرال الکساندر پروکوپچوک د انټرپول مشر غوره شي.


د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د پولیسو مشران په دُبۍ کې په یوه څلور ورځنۍ غونډه کې راټول شوي او نن د انټرپول یا نړیوالو پولیسو د نوي مشر د انتخاب لپاره رأی ورکوي.


د دې ادارې اوسنی رئیس د جنوبي کوریا کېم جونګ ینګ دی.


نوموړی هم د دې څوکۍ یو کاندید دی. د انټرپول پولیسو مرکزي دفتر د فرانسې په لیون ښار کې دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса