Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

افغان اجرائیه رئیس عبدالله به له فرانسوي چارواکو سره وګوري

0
افغان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله به نن په پاریس کې له یو شمېر فرانسوي چارواکو سره وګوري.


نوموړي د اروپا د همکارۍ او اقتصادي پراختیا د سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره فرانسې ته تللی دی.


د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي چې په‌دې سفر کې له ښاغلي عبدالله سره ملګری دی، پرون د اجرائیه رئیس د نننیو لیدنو په اړه معلومات ورکړل.


نوموړي وویل:


"افغان اجرائیه رئیس د اروپا د همکارۍ او اقتصادي پراختیا په غونډه کې وینا کوي او ټاکل شوې ده چې د افغانستان سره د دې سازمان د همکاریو په اړه د افغان حکومت لید لوری مطرح کړي. د ښاغلي رحیمي په وینا د دې غونډې ترڅنګ به عبدالله عبدالله د فرانسې د بهرنیو چارو له وزیر، د فرانسې د سنا له رئیس او د یونسکو د ادارې له رئیس سره لیدنې وکړي."


د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، د اقتصادي همکاریو جلبول پاریس ته د ښاغلي عبدالله د سفر د اجنډا مهمه برخه ده.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса