Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

جنرال سکاټ مېلر له غزني بېرته کابل ته ستون شو

0
په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر چې نن له غرمې مخکې غزنی ته تللی و، بېرته کابل ته ستون شو.


دغه امریکایي جنرال د غزني له والي او نورو امنیتي چارواکو سره لیدلي او په‌دغه ولایت کې یې د پراخو پوځي عملیاتو د پیلېدو او له وسله‌والو طالبانو څخه د سیمو د بېرته نیولو ډاډ ورکړ.


د دغه څو ساعته سفر په ترڅ کې داسې اوازې خپرې شوې چې ګواکې پر سکاټ مېلر راکټي برید شوی دی، خو په افغانستان کې ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په‌دې اړه بې خبري ښیې او وایي، که د طالبانو غیر منظم راکټونه لګیدلي هم وي له سکاټ مېلر څخه لېرې وو او د دوی په خبره ښایي ملکیان په‌کې په نښه شوي وي.


د دغو ځواکونو له لوري پر ټویټرپاڼه لیکل شوي چې د ناټو پیغام واضح دی هغه دا چې دا کار دې بس کړي.


دا لومړی وار دی چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر غزني ته تللی سفر وکړ.


سکاټ مېلر داسې وخت غزني ته تللی چې په‌دې وروستیو کې د دغه ولایت په  جاغوري او مالستان ولسوالیو کې وسله‌والو طالبانو ګڼ بریدونه کړي او لسګونه  کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса