Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

رستمي: په خوست کې پر بڼوالو د افتونو ضد کرنیز درمل وېشل کېږي

0
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بزګرانو او بڼوالو د ملاتړ په دوام دا ځل د دې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې «NHLP» له‌خوا په خوست ولایت کې پر بڼوالو د ناروغیو او افتونو ضد کرنیز درملو د وېش لړۍ پیل کړې ده.


د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، دغه کرنیز درمل چې د دې ولایت پر ۲۰۰ بڼوالو وېشل کېږي په‌کې د مڼو ونو د تنو د خوندي کولو په پار استعمالېږي.


نوموړي همدارنګه وویل چې په‌دغو مرستو کې ۱۰۰۰ کېلو ګرامه یوریا کیمیاوي سره هم شامله ده.


د دغو مرستو موخه د بڼوالو ملاتړ او د افتونو او ناروغیو پر وړاندې د دوی د بڼونو خوندي کول دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса