Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

د امریکا د خزانې وزارت په ۶ افرادو او ۳ بنسټونو بندیزونه لګولي

0
د امریکا د خزانې وزارت په شپږو افرادو او درې بنسټونو بندیزونه لګولي چې د دې وزارت په وینا د یوې ایراني-روسي شبکې شریکوال دي او میلیونونه بېرله تېل‌یې په سوریه کې د بشار الاسد رژیم ته انتقال کړي.


همدارنګه د دې وزارت په وینا دا شبکه فلسطینۍ حماس ډله او د لبنان حزب‌الله هم تمویلوي.


د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو پانګو د کنټرول ادارې پرون وویل، روسیې سوریې ته د ایران د تېلو انتقال ممکن کړی او د دې انتقالاتو او د پیسو ورکولو د پټ ساتلو لپاره له مختلفو لارو چارو کار اخلي.


د امریکا د خزانې وزیر سټیون منوچېن په یو بیان کې ویلي:


"موږ نن د یوې پېچلې طرحې پر ضد اقدام کوو چې روسیې او ایران د بشار الاسد د رژیم د پیاوړتیا او د ایران د ورانوونکو فعالیتونو د ډاډمنولو لپاره ترې کار اخیست."


پرون د روسیې د استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې رئیس لئونید اسلوتسکي د امریکا د خزانې وزارت دا اقدام کاملاً غیر قانوني وباله.


روسیه او ایران د سوریې په اووه کلنه کورنۍ جګړه کې د بشار الاسد د رژیم نږدې او مهم ملاتړي دي.


هغه کسان او بنسټونه چې د امریکا د خزانې وزارت د وروستیو بندیزونو هدف دي، د روسیې، سوریې او ایران دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса