Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

اوچا: په ۲۰۱۸ کې نېژدې ۲ لکه او ۹۰ زره کسان بې ځایه شوي

0
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره «اوچا» وایي، په ۲۰۱۸ میلادي کال کې نېژدې ۲ لکه او ۹۰ زره کسان بې ځایه شوي دي.


د دغې اداره په اوونیز راپور کې راغلي، ټول ټال ۲۸۹،۸۶۷ کسان د روان میلادي کال په اوږدو کې د ناامنیو او وچکالیو له کبله بې ځایه شوي دي چې په‌دې کې ۶۶۳۵ کسان یوازې د غزني په جاغوري او مالستان ولسوالیو کې د وروستیو جګړو له کبله بې‌ځایه شول. 


د راپور له مخې دا شمېره په ټوله کې د تېرکال همدې مودې په مقایسه د بې‌ځایه شوېو کسانو په شمېر کې ۳۳ فیصده کموالی ښیې.


تېرکال په همدې موده کې د راپور له مخې ۴۳۱۸۷۱ کسان بې ځایه شوي وو.


د ملګرو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وایي، سږکال د بې‌ځایه شوېو ډېره فیصده له بادغیس، هرات او فراه ولایتونو څخه دي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса