Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

شهزاد محمدي په لس اوریزه کرکټ سیالیو کې نړیوال ریکارډ جوړ کړ

0
د کرکټ افغان لوبغاړي شهزاد محمدي په لس اوریزه کرکټ سیالیو کې نړیوال ریکارډ جوړ کړ.


دغه لوبه چې تېره شپه په متحده عربي اماراتو کې وشوه، شهزاد محمدي په‌کې په ۱۶ توپونو ۷۴ منډې وکړې، د لوبې تر پایه ولاړ و او مقابلې لوبډلې سند ته‌يې په لوړ توپیر ماتې ورکړه.


شهزاد محمد په راجپوت لوبډله کې لوبېږي.


دغه افغان لوبغاړي په‌دې سیالۍ کې په ۱۲ توپونو پنځوس منډې وکړې او نړیوال ریکارډ يې مساوي کړ.


له دې وړاندې د هندوستان یوراج سنګه په ۱۲ توپونو تېره پنځوسیزه وهلې وه.


د کرکټ ۱۰ اوریزه سیالیو دوهم پړاو لوبې پرون د متحده عربي اماراتو په شارجه کې پیل شوې او د راتلونکې ډسمبر میاشتې تر دوهمې نېټې پورې به دوام وکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса