Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

ټوسک: بریتانيا او اروپايي اتحادیه يوه توافق ته رسيدلي

0
د اروپايي شورا رئیس ډونالډ ټوسک وايي، بریتانيا او اروپايي اتحادیه د بریتانيې او اروپايي ټولنې د اړيکو د راتلونکي په اړه يوه توافق ته رسيدلي دي.


دا خبرې په يوه بيان کې راغلي چې ښايي د راتلونکي کال د مارچ مياشتې په ۲۹مه نېټه په کېدونکې د اروپايي اتحاديې د مشرانو په غونډه کې لاسليک شي.


ډپلوماټان هڅې کوي چې له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیې د وتلو په اړه يو توافقه ليک رامنځته کړي.


ټوسک وايي، د دې بیانيې د متن په اړه د بریتانيا د صدراعظمې ټرزا مې او د اروپايي کمېسيون د رئیس ژان کلاود يونکر تر منځ تېره ورځ تفاهم رامنځته شوی او د ښاغلي ټوسک په وينا يونکر ده ته د دې توافقه لیک د جزئياتو په اړه معلومات ورکړي دي.


ټاکل شوې ده د بریتانيې صدراعظمه ټرزا مې په راتلونکو دوو ساعتو کې په دې اړه د خپل هېواد پارلمان ته معلومات ورکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса