Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

د افغانستان وضعيت د ډله‌يېز امنيت سازمان غړو ته د اندېښنې وړ دی

0
د ډله‌يېز امنيت سازمان سرمنشي وايي، د افغانستان وضعيت د دغه سازمان غړیو ته د اندېښنې وړ دی.


د دې سازمان پر انټرنيټي پاڼه د واليري سيمي ريکوف له قوله راغلي چې په مسکو کې د خپلواکو ګډو ګټو هېوادونو په شپږمه غونډه کې يې ويلي چې افغانستان د کورنۍ بې ثباتۍ او مخدره موادو د دوامداره قاچاق په خاطر د دې سازمان لپاره لويه اندېښنه دی.


دی زياتوي چې افغانستان له دې هېواده د شوروي اتحاد پخوانيو هېوادونو او په پای کې روسیې ته د داعش پاتې شونو د ورتلو لپاره په یوه لاره بدل شوی دی.


سيمي ريکوف وايي، له افغانستان سره د تاجکستان او ترکمنستان پر پوله د سخت دريځو ډلو د راټولېدو یو ریښتونی خطر شته.


د ډله‌يېز امنيت سازمان د سرمنشي په وينا، د روان حالاتو په نظر کې نيولو سره دا سازمان د ملګرو ملتونو، د ډله‌يېز امنيت سازمان او ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو تر منځ د یوه نړيوال ائتلاف رامنځته کولو غوښتنه کوي چې له ترورېزم سره د مبارزې لپاره یوه کمېټه او په ګډو ګټو هېوادونو کې د ترورېزم پر ضد يو مرکز جوړ شي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса