Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

فارياب: د ګرزيوان ولسوالۍ پر امنيتي پوستو حملې په شا تمبول شوي

0
د فارياب ولايت چارواکي وايي، د ګرزيوان ولسوالۍ پر امنيتي پوستو د طالبانو حملې پر شاه تمبول شوي دي.


د دې ولايت د پولیسو وياند عبدالکريم یورش ازادي راډيو ته وويل چې طالبانو تېره شپه د ګرزيوان ولسوالۍ پر پوستو تهاجمي حملې پیل کړي چې د امنیتي ځواکونو او ځايي پاڅون‌والو له جدي مقاومت سره مخامخ شوي.


ښاغلی یورش همدا راز وايي، په دغو نښتو کې اته وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان شوي دي.


په همدې حال کې د انصارالحق فاريابي په نوم پر ټولنيزو شبکو يوه پاڼه چې ادعا لري له وسله‌والو طالبانو سره تړاو لري، ليکي:


د طالبانو دوه کسان وژل شوي دي. دا پاڼه ادعا کوي چې په نښتو کې دوه امنيتي سرتېري او یو ځايي پاڅون‌وال وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса