Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

په غزني کې یوه ډله پولیس د غلا په تور نيول شوي

0
په غزني ولايت کې یوه ډله پولیس د غلا په تور نيول شوي دي.


د غزني چارواکي وايي، هغه ۷ پولیس نیول شوي چې له خلکو به يې په غیرقانوني توګه پیسې اخېستې او غلاوې به يې کولې.


د غزني ولایت د امنیه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر محمد قاهر ناصري رسنیو ته وويل، دغه اووه کسيزه ډله يې د غزني - کابل د لويې لارې په اوږدو کې نیولي ده.


ناصري زیاته کړه:


"دغو پولیسو په زنخان ولسوالۍ کې وظیفه درلوده او دوه ورځې وړاندي د غزني له مرکز سره اړوندې روضې په سیمه کې د پولیسو مدیریت کارکوونکو نیولي دي."


ښاغلی ناصري وايي، له دغو کسانو سره هغه وسایل او پیسې هم نيول شوي چې له خلکو يې اخېستې وې.


د ده په خبره دغو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او دوسیې يې د غزني ولایت څارنوالۍ ته لېږل شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса