Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

پاکستان: د چین پر قونسلګرۍ برید کوونکي هدف ته له رسېدو مخکې وژل شوي

0
پاکستان کې امنیتي چارواکي وايي، هغه درې ځانوژونکې بریدګر چې د جمعې په ورځ یې په کراچۍ کې د چین پر قونسلګرۍ برید کړی و، هدف ته له رسېدو مخکې وژل شوي دي.


په کراچۍ کې د پولیسو مشر عامر شیخ خبریالانو ته ویلي:


"دوی درې بریدګر وو او درې واړه وژل شوي. دوی د قونسلګرۍ ودانۍ ته په ننوتلو ونه توانېدل. هڅه یې کوله چې د ویزو څانګې ته ننوزي."


بل‌خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي خبریالانو ته ویلي چې چې په کراچۍ کې د چین د قونسلګرۍ ټول ۲۱ کارکوونکي خوندي ځای ته انتقال شوي او کوم زیان نه‌دی ور رسېدلی.


د پولیسو د سرچینو په وینا په دې برید کې پر درې بریدګرو سربېره دوه پولیس هم وژل شوي دي.


ځینو رسنیو په برید کې د یوه خصوصي شرکت د یو ساتونکي د وژل کېدو خبر هم ورکړی دی.


د برید مسولیت د "بلوچستان د خپلواکۍ پوځ" په نوم وسلهإوالې ډلې پر غاړه اخيستی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса