Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

مسکو ته د پټرو پروشنکو جدي پیغام: اوکراین خپل تګ‌لوری خپله ټاکي

0
د اوکراین ولسمشر پټرو پروشنکو څرګنده کړې چې د دې هېواد د اساسي قانون بدلون په اروپايي ټولنه او ناټو کې د شمولیت لپاره یو ستراتیژیک هدف دی او مسکو ته جدي پیغام ورکوي چې اوکراین خپل تګ‌لوری په خپله ټاکي.


پروشنکو پرون پنجشنبه د خپل هېواد په پارلمان کې د وینا پرمهال وویل، روسیه به د یو تیري کوونکي هېواد په توګه نور په اروپايي ټولنه او ناټو کې د اوکراین د شمولیت په اړه د ویټو حق ونه لري.


د اوکراین پارلمان د نوموړي له وینا مخکې د رأیو په اکثریت د دې هېواد په اساسي قانون کې هغه بدلونونه تصویب کړل چې په ناټو او اروپايي ټولنه کې د اوکراین شمولیت ته لاره پرانېزي.


د اوکراین ولسمشر ټینګار وکړ چې اوکراین د یو ازاد هېواد په توګه حق لري چې په اعتماد سره خپله لاره ووهي.


 


 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса