Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

د پاکستان په اورکزۍ سيمه کې بمي چاودنې ۲۵ کسان وژلي

0
نن د پاکستان په شمال لويديځ اورکزۍ قبايلي سيمه کې یوې بمي چاودنې ۲۵ کسان وژلي او ۵۰ نور يې ټپيان کړي دي.


چاودنه د جمعې بازار په یوه مېله کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې شوې ده. امنيتي ځواکونو د پېښې ځای په خپله ولکه کې اخېستی دی.


په يوه بله پېښه کې په پاکستان کې امنیتي چارواکي وايي، هغه درې ځانوژونکې بریدګر چې د جمعې په ورځ یې په کراچۍ کې د چین پر قونسلګرۍ برید کړی وو، هدف ته له رسېدو مخکې وژل شوي دي.


په کراچۍ کې د پولیسو مشر عامر شیخ خبریالانو ته ویلي:


"دوی درې بریدګر وو او درې واړه وژل شوي. دوی د قونسلګرۍ ودانۍ ته په ننوتلو ونه توانېدل. هڅه یې کوله چې د ویزو څانګې ته ننوزي."


بل‌خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي خبریالانو ته ویلي چې په کراچۍ کې د چین د قونسلګرۍ ټول ۲۱ کار کوونکي خوندي ځای ته انتقال شوي او کوم زیان نه‌دی ور رسېدلی.


د پولیسو د سرچینو په وینا په دې برید کې پر درې بریدګرو سربېره دوه پولیس هم وژل شوي دي.


ځینو رسنیو په برید کې د یوه خصوصي شرکت د یو ساتونکي د وژل کېدو خبر هم ورکړی دی.


د برید مسولیت د "بلوچستان د خپلواکۍ پوځ" په نوم وسله‌والې ډلې پر غاړه اخېستی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса