Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

چارواکي: د یوې افغان پوځي الوتکې د نسکورېدو پېښې ۲ تنه وژلي

0
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د دغه وزارت یوه پوځي الوتکه نن سهار د ناستې پر مهال له فني ستونزې سره مخ شوه چې دوه تنه پکې ووژل شول او دوه نور ټبیان شول.


د دغه وزارت ویاند غفور احمد جاوید رسنیو ته په یوه استول شوي پیغام کې ویلي چې دغه پېښه د کندهار ولایت په معروف ولسوالۍ کې شوې ده.


د ښاغلي جاوید په خبره، د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې پیل شوي دي.


تېره میاشت هم د دفاع وزارت یوه هلیکوپټره د فراه ولایت په انار درې ولسوالۍ کې رانسکوره شوه چې ۲۵ کسان پکې ووژل شول.


دفاع وزارت هغه مهال وویل چې یاده هلیکوپټره هم د فني ستونزې له امله له غره سره وجنګېده او بیا رانسکوره شوه.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса