Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

په کابل کې پولیسو ۱۳ ټنه چرس سوځولي دي

0
په کابل ولایت کې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو څو ټنه چرس سوځولي دي.


په هغه خبرپاڼه کې چې د کورنیو چارو وزارت له‌خوا رسنیو ته لېږل شوې راغلي چې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د ملي پوځ د ۷۷۷ هوايي لېوا په مرسته د کابل د خاک جبار ولسوالۍ د ګرګي میدان په سیمه کې ۱۳ ټنه چرس نیولي دي.


دا چرس تر نیول کېدو وروسته سوځول شوي او په دې تور تردې مهاله څوک نه‌دي نیول شوي.


د یادونې وړ ده چې تېره اوونۍ له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په لوګر ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې څو ټنه چرس سوځولي وو.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса