Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

په کابل او بامیان کې ځينو خلکو د علي پور د نیولو له امله مظاهرې وکړې

0
په کابل او بامیان ولایتونو کې نن یو شمېر کسانو د ملي امنیت له خوا د غیر مسؤلو وسله والو د یوه قوماندان د نیول کېدو په عکس العمل کې مظاهرې وکړې.


د کابل پولیس وايي، په دشت برچي سیمه کې نن یو شمېر کسانو د عامه نظم د اخلال هڅه وکړه او د مظاهرې په نامه يې پر پولیسو ډزې وکړې.


امنيه قوماندان سید محمد روشندل ازادي راډیو ته وویل، په دشت برچي کې هغه مهال مظاهرې او یوشمېر نورو کسانو بلوا پیل کړه چې امنیتي ځواکونو دغلته د علی پور په نوم د غیر مسؤله وسله والو یو قوماندان ونیو.


ده وویل:


"یو شمېر کسان چې سړکونو ته را ووتل، د پولیسو پوستې يې وسوځولې، پر پولیسو يې ډزې وکړې، له شلو زیات پولیس ټپیان شوي دي، دا د بلواګرو یوه ډله ده چې د عامه نظم د اخلالو او تاوتریخوالي د پورته کولو په هدف راوتلي دي."


د کابل امنيه قوماندان وايي، له یو شمېر نورو کسانو سره چې سوله ییز اعتراض يې کړی دی، د وضعیت د کنټرول په اړه خبرې کېږي.


 


 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса