Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

ولسمشر غني او عبدالله عبدالله له امنیتي مسؤلینو سره ویډیویي خبر کړي

0
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبد الله عبد الله نن د دفاع وزارت د سوق او ادارې له مرکز څخه د کابل او ولایتونو د امنیتي ادارو له مشرانو او قوماندانو سره د ویډیو کانفرانس له لاې خبرې وکړې.


د جمهوري ریاست بیان وايي، ولسمشر د افغان هوايي ځواک د لا تجهیز او ځانګړو ځواکونو د شمېر پر زیاتوالي ټینګار وکړ او غوښتنه يې وکړه چې کومانډو ځواک دې تعرضي عملیات زیات کړي.


ولسمشر غني دغه راز په خوست ولایت کې د ملي اردو په یوې لوا د وروستي برید په اړه د پلټنو غوښتنه وکړه.


دفاع وزیر طارق شاه بهرامي افغان ولسمشر او اجرائیه رئیس عبد الله او عبد الله ته وویل چې د دولت وسله والو مخالفانو په دې ورستیو کې په ارزګان، غزني، فراه او فاریاب کې د پراخو بریدونو هڅه وکړه، خو افغان ځواکونو پر شا وتمبول.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса