Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

غربي دولتونو د اوکراین پر بېړیو د روسیې برید وغانده

0
غربي دولتونو د اوکراین ملاتړ وکړ او په توره بحیره کې یې د اوکراین پر بېړیو د روسیې د سمندري قواوو حمله وغندله. 


د روسیې سمندري ځواکونو د یکشنبې په ورځ کريمیا ته نږدې په توره بحیره کې د اوکراین پر بېړیو ډزې وکړې او ۲۳ ماڼوګان‌یې ونیول.


روسیې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د کریمیا ټاپو وزمه په زور له اوکراینه جلا او له خپلې خاورې سره یوځای کړه.


د روسیې سمندري ځواکونو د یکشنبې په ورځ لومړی د کریمیا سواحلو ته نږدې د اوکراین پر بېړيو ډزې وکړې او تر هغه وروسته د روسیې ځانګړو ځواکونو هغوی محاصره کړل چې په دې پېښه کې ۶ اوکراینيان زخمیان شول.


غربي دولتونو پرون دوشنبه په دې اړه د ملګرو ملتونو په سازمان کې غونډه وکړه او په یوه ګډ بیان کې یې د روسیې له لوري د اوکراین پر خپلواکۍ تعرض او له نړیوالو سمندري تړونونو سرغړونه وغندله.


په دې بیان کې له مسکوه غوښتنه شوې چې ژر تر ژره د اوکراین ماڼوګان خوشې کړي.


د اوکراین حکومت هم په خپلو لسو سیمو کې، مخصوصاً په هغو ښارونو کې چې روسیې ته نږدې دي، د جنګي حالاتو قانون (مارشل لا) نافذ کړی او د روسیې له لوري تشدد یې غندلی دی.


مسکو ویلي چې د اوکراین بېړۍ په غیر قانوني ډول د دوی اوبو ته ورګډې شوې وې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса