Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

افغانستان او نړیوال شریکان‌یې نن په جنيوا ښار کې غونډه لري

0
د افغانستان حکومت او نړیوال شریکان‌یې نن سې شنبه د سویس په جنيوا ښار کې غونډه لري چې دا نړیواله غونډه به سبا هم دوام ولري.


د افغانستان حکومت ویلي چې په دې غونډه کې له داسې اجنډا سره ګډون کوي چې له ۲۰۱۶ میلادي کال راهیسې د حکومتي چارو د اصلاح، اقتصادي په ځان بسیاینې او ښه امنیت ټینګولو پر لور د پرمختګونو او سولې لپاره د هڅو جزئیات په‌کې راغونډ شوي دي.


د غونډې په لومړۍ ورځ به ولسمشر محمد اشرف غني په افغانستان کې د خصوصي سکټور، په ځانګړي ډول د انرژۍ، بنیادي تأسیساتو او صادراتو د ودې لپاره د پانګونې په اړه بحث وکړي.


د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې مشر، فلیپو ګراندي به د افغانانو د مهاجرت پر بحران خبرې وکړي.


په افغانستان کې د امریکا سفیر، جان بس چې په دې کنفرانس کې د ګډون لپاره په جنيوا کې دی، نن پر ټویټر لیکلي چې د ټولو ګډ هدف په افغانستان کې د خلکو لپاره د دایمي سولې او ثبات ټینګول دي.


د افغانستان په اړه په جنيوا کې په نننۍ غونډه کې د روسیې او جرمني په ګډون د نړۍ د تقریباً ۲۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران برخه لري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса