Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې اېمرجینګ لوبډلې ته ماتې ورکړه

0
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په یوه تمریناتي لوبه کې اېمرجینګ لوبډلې ته ماتې ورکړه.


افغان اېمرجینګ لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړی توپ‌وهنه وکړه چې د ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره‌یې په ۴۱،۴ اورونو کې ملي لوبډلې ته د ۲۲۶ منډو هدف ورکړ.


ملي لوبډلې ورکړل شوی هدف په وروستي اور کې د ۷ لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ترلاسه کړ چې نجیب‌الله ترکي ۵۱، حشمت‌الله شاهدي ۵۰ او جاوېد احمدي  ۳۹ منډې ترلاسه کړې.


د اېمرجینګ په توپ اچوونکو کې شمس‌الرحمن ۳ لوبغاړي وسوځول.


د یادولو وړ ده چې دغه تمریناتي لوبې د هندوستان په چنای ښار کې روانې دي چې ملي لوبډله د راتلونکو سیالیو لپاره او اېمرجینګ لوبډله د اسیا جام اېمرجینګ سیالیو لپاره چمتووالی نیسي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса