Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

خلیل‌زاد په جنیوا کې د نړیوالې غونډې هرکلی کړی

0
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد وايي، د اقتصادي عمل داسې پلان چې د سولې تر موافقې وروسته دې هېواد ته پانګه راوړي، ټولو افغانانو ته د سولې ګټه رسولای شي.


هغه په جنیوا کې د نړیوالې غونډې هرکلی کړی دی.


خلیل‌زاد نن پنجشنبه د نومبر ۲۹مه، پر ټویټر ولیکل:


"دا چې نړیواله ټولنه په جنیوا کې راټوله شوه، د افغانستان حکومت‌یې اصلاحاتو ته وهڅاوه او د خپل ملاتړ ډاډ یې ورکړ، مثبته خبره ده." 


د امریکا حکومت د سپټمبر په وروستیو کې زلمی خلیل‌زاد د افغانستان د سولې لپاره ځانګړی استازی وټاکه.


خلیل‌زاد له هغه راهیسې د افغانستان په جګړه کې د دواړو ښکېلو خواوو له استازو سره د خبرو لپاره دوه واره کابل او دوحې ته تللی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса