Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

د چین پېژندل شوی عکاس لو ګوانګ بې‌درکه شوی

0
د چین پېژندل شوی عکاس لو ګوانګ بې‌درکه شوی دی.


د هغه ښځې او د بشري حقونو ډلو ویلي چې لو په شینجیانګ ولایت کې و او له څو اوونیو راهیسې بې‌درکه دی.


له تهدید سره مخامخ خلک په نوم ادارې چې په جرمني کې فعالیت کوي، د نومبر په ۲۸مه وویل چې لو ګوانګ درې اوونۍ مخکې د چین په شمال لوېدیځه سیمه شينجیانګ کې پولیسو نیولی و.


په جرمني کې دې مدافع ډلې ویلي چې د لو ګوانګ د ژوند په اړه جدي اندېښنه لري او د هغه د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه‌یې کړې ده.


د لو ګوانګ عکسونو درې واره د «وړلډ پرس فوټو» نړیواله جایزه ګټلې.


هغه له خپلې ښځې سره په امریکا کې اوسېده.


د هغه ښځې ویلي چې لو ګوانګ د عکسونو اخیستلو لپاره قاشغر ته تللی او د نومبر له درېیمې راهیسې یې هېڅ خبرې نه‌دي ورسره کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса