Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

امریکا د هغو وسلو نمونې خبریالانو ته وښودې چې ایران طالبانو ته ورکړي

0
متحده ایالاتو پرون د هغو وسلو نمونې خبریالانو ته وښودلې چې د چارواکو په وینا، ایران طالبانو ته ورکړې دي.


د ایران لپاره د امریکا د حکومت ځانګړي استازي براین هوک پرون پنجشنبه هغه وسلې او تجهیزات خبریالانو ته وښودل چې د ده په وینا، ایران یې په افغانستان کې طالبانو او د سیمې په نورو هېوادو کې ورانکارو ډلو ته ورکوي.


ده وویل:


"فجر توغندي! دا وسله افغان ملي اردو په هلمند کې له طالبانو څخه نیولې ده، کیڼې خوا ته مې د شهید ۱-۲-۳ په نوم بې پیلوټه نوی هوايي سېسټم وینئ چې له نسکورېدو وروسته د نړیوال ائتلاف د ځواکونو لاس ته ولوېد."


ښاغلي هوک پر دې سربېره د صیاد، توفان او توسن په ګډون د څو نورو توغنديو او وسلو یادونه هم وکړه چې د ایران حکومت یې په یمن، بحرین او د منځني ختیځ په نورو هېوادونو کې حوثي، حماس او نورو یاغي ډلو ته ورکوي.


د ښاغلي هوک له څرګندونو یوه ورځ مخکې د امریکا سنا په یوه غونډه کې په یمن کې د سعودي په مشرۍ ائتلاف څخه د امریکا پر ملاتړ انتقاد وکړ، خو د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو چې په دې غونډه کې حاضر و، له سناتورانو سره مخالفت وکړ.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса