Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

اروپايي ټولنې او ناټو د اوکراین غوښتنې ته سوړ عکس العمل ښودلی

0
اروپايي ټولنې او ناټو د اوکراین د ولسمشر د وروستۍ غوښتنې په وړاندې سوړ عکس العمل ښودلی.


پټرو پروشینکو د چهارشنبې په ورځ له ناټو غوښتي وو چې د روسیې له خوا د کریمیا په سواحلو کې د اوکریني کښتیو له نیولو وروسته دې د د دفاعې پیاوړتیا لپاره نوي نظامي اقدامات وکړي.


د ناټو یوې ویاندې اونا لوګیسکو د پنجشنبې په ورځ وویل، دا مهال ناټو په تور سمندرګي کې پیاوړی نظامي حضور لري او پلان نه لري چې د روسیې او اوکراین ترمنځ ازوف سمندرګي ته نوې پوځي کښتۍ واستوي. 


د ناټو د دې ویاندې په وینا، د ناټو تړون پوځې بېړۍ په روان کال کې ۱۲۰ ځلې تور سمندرګي ته تللي، په داسې حال کې چې په تېر کال کې دا شمېر اتیا و.


اونا لوګیسکو زیاته کړې چې د دې تړون د بېلابېلو غړو هېوادونو الوتکې د بلغاریا، رومانیا او ترکیې په پولو کې پر تور سمندرګي د څار الوتنې کوي.


بل خوا د جرمني صدراعظمې انګیلا مېرکل هم د اوکراین د ولسمشر پټرو پروشینکو غوښتنه رد کړې او ویلې یې دي چې دا مسئله یوازې د خبرو اترو له لارې هوارېدای شي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса