Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

د سپوږمۍ درې کاڼې په ۸۵۵ زره ډالرو وپلورل شول

0
د سپوږمۍ درې کاڼي چې په ۱۹۷۰ لسیزه کې د پخواني شوروي اتحاد یوې فضايي بېړۍ ځمکې ته را انتقال کړي وو، په نیویارک ښار کې په یوه لیلام کې په ۸۵۵ زره امریکايي ډالرو وپلورل شول.


د سپوږمۍ دا کاڼې په ۱۹۹۳ میلادي کال کې د انتیکو د یوه راټولوونکي له خوا په ۴۴۲ زره امریکايي ډالرو اخیستل شوي وو.


دا تېږې په پیل کې د نینا کرولېوا مربوط وې چې هغې د دې د فضا نورد خاوند سرګي کرولیوف خدمتونو ته د درناوي په خاطر د شوروي اتحاد له خوا ډالۍ کې ورکړل شوې وې.


بل خوا د امریکا فضايي ادارې ناسا د دوه نیمو میلیاردو ډالرو په ارزښت د قراردادونو لپاره نهه کمپنۍ غوره کړې، څو داسې فضايي بېړۍ جوړې کړي چې سپوږمۍ ته د اکمالاتو او د څېړونو د ماموریتونو په لېږد کې مرسته وکړي.


ناسا د پنجشنبې په ورځ خپل هغه پلان اعلان کړ چې غواړي په راتلونکې لسیزه کې سپوږمۍ ته انسانان واستوي.


دا به د ۱۹۶۰ لسیزې د اپولو د ماموریت راوروسته لومړی ځل وي چې ناسا بیا سپوږمۍ ته فضايي څېړونکي استول غواړي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса