د اوربند د یو اړخیزې غوښتنې سره سره اوکراین کې جګړې دوام درلود
د روسیې له خوا د ۳۶ ساعته اوربند د یو اړخیزې غوښتنې سره سره پرون په اوکراین کې جګړې دوام درلود. اوکراین د اوربند وړاندیز د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د دریځ د بدلولو او د روسیې د ځواکونو د پیاوړتیا یوه هڅه بللې وه. د اوکراین د لوی درستیز دفتر پرون وویل چې د روسیې له خوا د باخمت په ښار د توغندیو د ویشتلو په نتیجه کې دوه کسان وژل شوي دي. د اوکراين په ختيځ کې د پوځ وياند سرهي چرواتي پرون د دغه هېواد تلوېزيون ته وويل چې د جنورۍ په اوومه د باخموت او سولدر په ښارونو کې چې د اوکرايني ځواکونو تر کنټرول لاندې دي، جنګ دوام درلود. Читать дальше...