د امریکا پخوانی مرستیال ولسمشر اوکراین ته تللی
د امریکا پخوانی مرستیال ولسمشر مایک پینس په یوه نااعلان شوي سفر اوکراین ته تللی دی. د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي، پینس د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي ته د روسیې د یرغل په وړاندې جګړه کې د پیاوړي ملاتړ ډاډ ورکړی دی. پینس پرون پنجشنبه د اوکراین له ولسمشر سره تر ملاقات وروسته خبریالانو ته وویل: " ازادي په اوکراین کې ګټونکې ده." د هغه په خبره، اوس باید له هر وخته ډېر دوی د اوکرایني ځواکونو پر زړورتیا باور ولري. مایک پینس چې پر اوکراین د روسیې د جګړې له پيله د اوکراین د ملاتړ پياوړی... Читать дальше...