Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2021

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: ایران دې د کردي خبریالانو بندي کول ودروي

0
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (CPJ) پر ایران غږ کړی چې د کردي خبریالانو بندي کول او تاوتریخوالی دې ودروي.  


دا هغه څه دي چې د بشري حقونو ډلې یې د کردي اقلیت ځپل ګڼي.  


د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې پرون په یوې اعلامیه کې د خبري راپورونو او پېښو ته د نږدې کسانو په حواله ویلي چې ایراني چارواکو د ۲۰۲۰ کال له مې میاشتې راهیسې لږترلږه ۸ تنه کردي خبریالان نیولي دي.  


له دې کسانو څخه درې تنه‌یې لا هم د ایراني چارواکو په بند کې دي.  


یو مدافع وکیل چې د ډېری بندي خبریالانو استازیتوب کوي، دغې کمېټې ته ویلي چې د ایران سپاه پاسداران د هغو کردي خبریالانو او د هغوی د لیکنو په اړه حساس دي چې په ځانګړي ډول د ایران، عراق او ترکي کردانو پر یووالي او دغه‌راز د کردانو پر نورو سیمه‌ییزو موضوعاتو یې کوي.


دغه وکیل د نوم نه‌ښودلو په شرط ویلي ایراني چارواکي هغه وخت حساسیت ښیي چې کردي خبریالان د اربیل په څېر د عراق کردي مېشتو سیمو ته سفر کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса