Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2021

Новости за 17.05.2021

ولسمشر غني په هلمند کې د داعي په نوم د څلور لاري نومول منظور کړل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسمشر په هلمند کې د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال الیاس داعي په نوم د یوې څلور لارې نومول منظور کړل.  د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې مطبوعاتي دفتر ویلي، دغه وړاندیز د هلمند د خبریالانو له خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په وسیله تر محمد اشرف غني رسیدلی و.  دغه دفتر وایي، ښاغلي غني پرون دوشنبه (د غويي ۲۷مه) دغه وړاندیز ومانه چې له مخې به یې لښکرګاه کې یوه څلور لارې د داعې په نوم شي.  هلمند کې د ازادي راډيو خبریال الیاس داعي شااوخوا ۷ میاشتې مخکې د ماین په چاودنه کې ووژل شو.

سپینې ماڼۍ: امریکا غزه کې د جګړې د پای ته رسېدو هڅو ته ژمن دی

Pa.azadiradio.com 

سپینې ماڼۍ په غزه کې د جګړې پایته رسېدو ته د پيل شوېو هڅو د دوام غوښتنه وکړه.  د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي پرون دوشنبه (د غويي ۲۷مه) خبریالانو ته وویل، هېواد یې د اسراییل او فلسطینیانو د جګړې د پای ته رسېدو هڅو ته ژمن دی، خو ويې نه ویل چې هېواد یې د سملاسي اوربند غوښتونکی دی. نوموړې وویل: "زموږ هدف، زموږ تمرکز او زموږ هر اقدام او هره اعلامیه د تاوتریخوالي د کمولو او ناورین ته د پای ورکولو لپاره ده."  ساکي زیاته کړه، نه شي کولی ټولې پیل شوې هڅې په علني ډول بیان کړي.  اوس په غزه کې د اسراییل... Читать дальше...

بلېنکن خپل ډنمارکي سیال سره د شمال قطب په اړه خبرې پیل کړې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د شمال قطب د راتلونکي په اړه خبرې د ډنمارک د بهرنیو چارو له وزیر میت فیریدرایکسین له کتنې پيل کړې.  د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، بلېنکن په دغه ملاقات کې د اقلیم له بدلون سره د مبارزې د ګډو اهدافو پر اهمیت او د شنې ټکنالوژۍ پر پراختیا خبرې کړي دي.  اعلامیه کې راغلي چې د شمال قطب په اړه له ډنمارک سره همکارۍ هم د دغو لیدو کتو یوه برخه وه.  ټاکل شوې بلېنکن له ډنمارک وروسته ایسلنډ ته ولاړ شي او سبا 'د مې په نولسمه' د شمال قطب د شورا په غونډه کې ګډون وکړي. Читать дальше...

روتردام ښار د یورو ویژن سندرو د سیالۍ کوربه توب کوي

Pa.azadiradio.com 

د هالند روتردام ښار د یورو ویژن سندرو د سیالۍ کوربه توب ته چمتو کېږي.  له کرونا وبا سره- سره چې تېرکال یې دغه سیالۍ ځنډولې وې، د یورو ويژن وروستۍ برنامه د مې په ۲۲مه ترسره کېږي.  ټاکل شوې له نن شپې د مې تر شلمې پورې د سیالۍ د نیمه پای ګټونکي اعلان شي.  د هالنډ حکومت دغې سیالۍ ته ډېر چمتوالی نیولی او ګډونوالو ته یې ویلي، هرو ۴۸ ساعتونو کې یو ځل باید د کرونا معاینه وکړي.  ۲۰۱۹ میلادي کال کې هالنډي سندرغاړی دونکان لاورینس د یوروویژن سیالیو اتل شو او خپل هېواد یې د ۲۰۲۰ کال لپاره د سیالۍ کوربه کړ. Читать дальше...

د اسراییل-فلسطینیانو جګړه ۲مې اوونۍ ته وغځېده؛ د پای نښې یې نه لیدل کېږي

Pa.azadiradio.com 

د اسراییل او فلسطینیانو ترمنځ د پيل شوې جګړې پای ته رسېدو ته نړیوالې هڅې تراوسه بې پایلې پاتې دي. تېره شپه هم پرغزې د اسراییلو هوایي بریدونه په شدت سره روان و. بل لور ته حماس ډلې د تېرو ورځو په څېر پر اسراییل توغندیز بریدونه جاري ساتلي و. د امریکا غبرګون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن چې د ډنمارک په سفر بوخت دی، پرون دوشنبه (د غويي ۲۷مه) وویل، دغه کړکېچ کې باید دواړه لوري د ملکیانو ساتنې ته هرډول هڅې وکړي: "موږ له دواړو خواوو سره په زغرده کار کوو چې دا کړکېچ پای ته ورسېږي، ولسمشر... Читать дальше...

افغان چارواکي: د طالبانو د بریدونو لومړنۍ څپه شنډه شوې، د نورو ځواب هم ویلی شو

Pa.azadiradio.com 

له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال په ډېرو ولایتونو کې د جګړې لیکې تودې شوي او دولت طالبان د دغه تاوتریخوالي لامل بولي. افغان چارواکي وایي، د طالبانو د بریدونو لومړنۍ څپه یې شنډه کړې، خو په خبره یې که دغه وسله وال بریدونو ته نور هم زور ورکړي، ځواب یې ویلی شي. د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي د دوشنبې(د غويي۲۷مه) په ماښام ازادي راډیو ته وویل، د دوی ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ګڼو ولایتونو کې د طالبانو بریدونه په شا کړي دي. ښاغلي احمدزي زیاته کړه: " د دوی پر وړاندې جدي مبارزه... Читать дальше...

تېرو دوو میاشتو کې افغانستان کې جګړو 'شااوخوا ۵ زره کورنۍ' بې‌ځایه کړي

Pa.azadiradio.com 

جګړې په افغانستان کې د قرباني اخيستلو ترڅنګ د دې هېواد ډېری وګړي له خپلو مېنو او کورونو هم بې‌ځايه کړي دي. د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د ۱۴۰۰ لمريز کال له پيل راهيسې یعنې تېرو دوو میاشتو کې د نا امنيو او جګړو له امله شاوخوا ۵ زره کورنۍ په ټول هېواد کې بې‌ځايه شوي. د دې وزارت د مطبوعاتو برخې سلاکار عبدالباسط انصاري وايي، د بې‌ځايه شويو ډېره برخه د درې ولايتونو دي. ښاغلی انصاري زیاتوي: "د ۱۴۰۰ کال له پيل سره د جګړې او نا امنۍ له وجې شاوخوا ۵،۰۰۰ بې‌ځايه شوې کورنۍ... Читать дальше...

روغتیا وزارت: ۱۰ سلنه افغانانو ته د کرونا ضد واکسین اخیستو لپاره پیسې نه‌لرو

Pa.azadiradio.com 

‎د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي چې دا مهال د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د کرونا ضد واکسین د تطبیق لړۍ روانه ده. ‎د دغه وزارت مرستیال ویاند میرویس علي‌زي د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۲۷» ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وول چې د کرونا ویروس واکسین د ګډ پروګرام (کوواس) له لارې د ۲۰ سلنه وګړو لپاره به ۱۶ ملیونه دوزه واکسین ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر افغانستان ته ورسېږي. ‎ښاغلی علي‌زی وایي دا مهال دغه وزارت د واکسین د اخیستو په برخه د ۱۰ سلنه وګړو لپاره د پیسو له کمښت سره مخ دی. ‎ښاغلی علي‌زی زیاتوي: "د ۶۰ سلنه وګړو... Читать дальше...



د افغانستان کورنيو چارو وزارت: د برېښنا ستنو د ويجاړولو په تور مو څوک نه‌دي نيولي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت مني چې د برېښنا ستنو د ويجاړولو په تور يې تر اوسه څوک نه‌دي نيولي. دا په داسې حال کې ده چې دغه وزارت وړمه ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان په يوه شمالي سيمه کې يې د برېښنا ستنو د ويجاړولو په تور څلور کسان نيولي دي. د دې وزارت يو وياند رسنيو ته په استول شوي پیغام کې دا هم ويلي و چې له نيول شويو کسانو څخه پلټنې هم روانې دي. خو څو ساعته وروسته بيا د افغانستان د جمهور رئيس لومړي مرستيال امرالله صالح په خپل فېس‌بوک پاڼه کې ولیکل چې د برېښنا ستنو د نړولو پېښې څېړي او په تړاو يې تر اوسه څوک نه‌دي نيول شوي. Читать дальше...

په هرات ښار کې د عبدالمنان نیازي د جنازې مراسمو غبرګونونه راپارولي

Pa.azadiradio.com 

په هرات ښار کې د عبدالمنان نیازي د جنازې مراسمو ته د دغه ولایت د یو شمېر اوسېدونکو غبرګونونه. له طالبانو د جلا شوې ډلې د مرستیال عبدالمنان نیازي د جنازې مراسم تېره ورځ د هرات ښار په ګازرګاه جامع جومات کې ترسره شول. په ټولنیزو رسنیو کې چې کوم انځورونه خپاره شوي ښيي چې د جنازې په دې مراسمو کې د نوموړي سلګونه پلویانو چې له ځینو سره‌يې وسلې او د طالبانو "د اسلامي امارت بیرغونه" هم و، برخه اخیستې وه. د هرات ښار یو شمېر اوسېدونکي دا کار د دې ولایت د چارواکو کمزوری مدیریت بولي. د هرات ښار اوسېدونکي... Читать дальше...

اسرائیل وايي د حماس ډلې د نهو قوماندانانو کورونه‌یې ویجاړ کړي

Pa.azadiradio.com 

اسرائیل وايي چې جنګي الوتکو یې نن سهار د غزې پر تړانګه د بمبارۍ لړۍ بیا پیل کړې او په دې ترڅ کې یې د فلسطیني وسله‌والو ۱۵ کیلو متره سمڅې او د حماس ډلې د نهو قوماندانانو کورونه ویجاړ کړي دي.  په یوه هوايي حمله کې په غزې ښار کې یوه درې پوړیزه ودانۍ سخته زیانمنه شوه، خو اوسېدونکو یې ویلي دي چې اسرائیلي پوځ له حملې ۱۰ دقیقې مخکې دوی ته خبرداری ورکړی او ټول ترې ووتل. د اسرائیلو د نننیو هوايي حملو د تلفاتو په اړه سمدستي جزئیات نه‌شته، خو د فلسطین د روغتیا وزارت وايي په غزه کې په پرونیو بمباریو کې د... Читать дальше...

یونېسف: د نړۍ اقتصادي قدرتونه او اروپايي ټولنه دې کوواکس سره د واکسین مرسته وکړي

Pa.azadiradio.com 

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق، یونېسف د نړۍ له اووه سترو اقتصادي قدرتونو او اروپايي ټولنې وغوښتل چې د کرونا د واکسین ګډ پروګرام کوواکس ته د واکسین مرسته وکړي. یونېسف د کرونا واکسین د ګډ نړیوال کمپاین کوواکس د تمویل چارې پر مخ وړي. د یونېسف مشرې هنریتا فور دوشنبه وویل د اضافي واکسینونو مرسته د اوس وخت لپاره اړین او بېړنی اقدام دی چې په مټ به‌یې رامنځته شوې تشه ډکه او د نړۍ په بې‌وزلو هېوادونو کې د واکسین د پر مخ بیولو لپاره د واکسین مرستې وشي. د کرونا په نړیوال واکسیناسیون کې... Читать дальше...

عوامي نیشنل ګوند د بېګم نسیم ولي خان په مړینه ویر کوي

Mashaalradio.com 

د عوامي نیشنل ګوند سیاستوالې بېګم نسیم ولي خان د مې پر ۱۶مه په چارسده کې مړه شوه او پر هم هغه ورځ خاورو ته وسپارل شوه. بېګم نسیم ولي خان درې ځلې د پارلېمان غړې پاتې شوې وه او د خیبر پښتونخوا لومړۍ ښځه وه چې په ۱۹۷۷ز کې یې په ازاده سیالۍ کې انتخابات وګټل. ویډیويي رپورټ.

د فاریاب والي له اوږدو لانجو وروسته بالاخره په کار پیل وکړ

Pa.azadiradio.com 

د فاریاب والي له اوږدو لانجو وروسته بالاخره په کار پیل وکړ. محمد داوود نن د فاریاب د ولایتي شورا د رئیس او نورو چارواکو په حضور کې معرفي شو. د ښاغلي داوود له معرفي کېدو سره هم‌مهاله د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي اسلامي جنبش سلګونه پلویان چې د نوموړي له ټاکنې سره‌یې مخالفت کاوه د اعتراض لپاره د مرکز میمنې لارو کوڅو ته راووتل. یوې سیمه‌ییزې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله نه‌غواړي هویت‌یې افشا شي ازادي راډیو ته وویل چې محمد داوود د پراخو اعتراضونو له کبله د ولایت د مقام پر ځای د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه قرارګاه کې معرفي شو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام‌اباد کې افغان سفیر احضار کړی

Pa.azadiradio.com 

پاکستان وایي، د افغان چارواکو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې یې اسلام‌اباد کې افغان سفیر احضار کړی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زاهد حفیظ چوهدري د دوشنبې په ورځ رسنیو ته وویل، دوی سفیر نجيب‌الله علي‌خېل ته خپل سخت اعتراض سپارلی دی. پاکستان دا کار په ښکاره د دې هېواد په اړه د جمهور رئیس غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له سختو څرګندونو وروسته کوي. ښاغلی محب د اختر په لومړۍ ورځ ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال پاکستان ته په خطاب کې وویل چې تاریخ‌یې جعلي او د ویاړ لپاره هېڅ هم نه‌لري. Читать дальше...

د زړو خلکو په پناه ځای کې اختر څنګه تېر شو؟

Mashaalradio.com 

په اختر کې خپلوان او ملګري یو ځای کېږي، بنډارونه کوي او خوشالۍ لمانځي. د اختر پر لومړۍ ورځ کشران، مشرانو ته مبارکۍ ته ورځي. خو ځینې داسې مشران هم شته چې اختر له خپلو کورنیو لیرې تېروي او کشران هم ورته مبارکۍ ته نه ورځي. په راولپېنډۍ کې د زړو خلکو په یو سرکاري کور کې د اوسېدونکو اختر په اړه ویډیويي رپورټ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ډنمارک، ایسلنډ او ګرینلنډ ته روان شو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر پرون له واشنګټن څخه ډنمارک، ایسلنډ او ګرینلنډ ته په پنځه ورځني سفر روان شو. انتوني بلېنکن به په دې ډیپلوماتیک سفر کې په ایسلنډ کې د شمالي قطب د شورا په یوه غونډه کې هم برخه واخلي. وروسته له هغې چې جو بایډن د امریکا د ولسمشر په توګه خپله دنده پیل کړې، بلېنکن به د لومړي وار لپاره له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په دې غونډه کې مخامخ شي. انتوني بلېنکن به نن په کوپنهاګن کې د ډنمارک له چارواکو سره هم وګوري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، ښاغلی بلېنکن... Читать дальше...

Новости России
Москва

28 инвестиционных проектов Туризм.РФ перешли в активную фазу реализации


اسرائیل نن هم د غزې ښار پر ګڼو ساحو درنې بمبارۍ وکړې

Pa.azadiradio.com 

د اسرائیل جنګي الوتکو نن دوشنبه هم د غزې ښار پر ګڼو ساحو درنې بمبارۍ وکړې.  دا هوايي حملې په داسې حال کې وشوې چې له تېرې اوونۍ د دې پیل شوي خونړي تاوتریخوالي د بندېدو لپاره غوښتنې مطرح شوې دي. پرون د دې تاوتریخوالي خونړۍ ورځ وه. راپورونه وايي، نن سهار لسګونه هوايي حملو غزې ښار ولړزاوه. د اسرائیل دفاعي ځواکونو په یوه لنډه اعلامیه کې ویلي چې دوی په غزې تړانګه کې ترورېستي اهداف ویشتلي دي. دغه حملې د برېښنا د پرچاوۍ او د سلګونو ودانیو د تخریب سبب شوي. د فلسطین روغتیا وزارت وايي، په یوه حمله... Читать дальше...

هشت صبح: له اوربند وروسته حکومتي او طالب جنګیالي بېرته د جګړې لیکو ته ستانه شوي

Pa.azadiradio.com 

هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې بیا خپله سرلیکنه کې د سولې خبرو اترو په دوام ټینګار کړی. وړاندې راغلي چې د اختر له اوربند وروسته حکومتي او طالب جنګیالي بېرته د جګړې لیکو ته ستانه شوي او یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي. خو لیکوال اندېښنه ښکاره کړې چې دولت او طالبان داسې مهال بېرته جګړه پیلوي چې د خلکو اساسي غوښتنه د اوربند غځېدل او د جګړې پای ده. ورځپاڼې د جګړې په دواړو لورو غږ کړی چې د خبرو له لارې ستونزه هواره کړي اوجګړه پای ته ورسوي. ویسا ویسا ورځپاڼې کابل ته د بریتانیا او پاکستان د لوی... Читать дальше...

د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د نښتو دوام؛ د 'حماس ډلې د یوه مهم مشر' کور بمبار شو

Pa.azadiradio.com 

د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د سختو نښتو په دوام اسرائیلي چارواکو خبر ورکړی چې په غزه تړانګه کې یې د حماس ډلې د یوه مهم مشر یحیی سینوار کور بمبار کړی دی. د سینوار د ورور کور هم بمبار شوی دی. د یحیی سینوار ورور محمد نومېږي چې د حماس ډلې د لوجستیک څانګې مشر دی. په دې هوايي برید کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي، خو د اسرائیل پوځ نه‌دي ویلي چې په لسګونه وژل شویو کې د حماس ډلې دا مشران هم شامل دي که څنګه؟ د فلسطین روغتیايي چارواکو پرون ویلي چې تېر یوه اوونۍ نږدې ۲۰۰ فلسطینیان په غزه تړانګه کې وژل شوي.... Читать дальше...

د امریکا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو پر افغان سولې خبرې وکړې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان د سولې په پروسه باندې خبرې کړې دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یکشنبه ماښام په دې اړه اعلامیه ورکړې ده. د اعلامیې له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي خپل امریکايي سیال انتوني بلېنکن ته ډاډ ورکړی چې هېواد یې د افغانستان د سولې له پروسې کلک ملاتړ کوي. هغه دا ټینګار هم کړی چې له سیاسي حل لارې سولې ته رسېدل د ټولو ښکېلو افغان خواوو، سیمې او نړیوالې ټولنې ګډ مسؤلیت دی. په اعلامیه کې د قریشي په حواله زیاته شوې چې د پوځیانو... Читать дальше...

لغمان ولایت کې تندر دوه تنه وژلي

Pa.azadiradio.com 

د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې تندر دوه تنه وژلي دي. دا خبره د لغمان ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې کړې ده. د اعلامیې له مخې، دا پېښه یکشنبه مازیګر مهال د قرغیو ولسوالۍ د چهارباغ په مفتي کلا سیمه کې شوې ده. د تندر پرېوتو په دې پېښه کې د وژل شویو نومونه حسیب‌الله او نصیر یاد شوي. بل چا ته په دې پېښه کې زیان نه‌دی اوښتی.

د ملا عبدالمنان نیازي زوی د هغه ځای ناستی وټاکل شو

Pa.azadiradio.com 

د وسله‌والو طالبانو د انشعابي ډلې د مرستیال ملا عبدالمنان نیازي مړی پرون په هرات کې خاورو ته وسپارل شو او زوی یې د هغه ځای ناستی وټاکل شو. د راپورونو له مخې د ملا عبدالمنان نیازي د جنازې په مراسمو کې د طالبانو د انشعابي ډلې سلګونه پلویانو او غړو محمد خالد نیازی خپل مشر وټاکه. خالد نیازي ازادي راډیو ته وویل چې د خپل پلار لار به تعقیبوي: "زه هم د حاجي صاحب هیلې پوره کوم. د هغه هیلې او اهداف یو امن افغانستان او ارامه او خوشحاله خلک و." ملا عبدالمنان نیازی د طالبانو په دوره کې د بلخ او هرات والي پاتې شوی و. Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Стефанос Циципас

Паула Бадос и Стефанос Циципас расстались | Виды спорта






Лучшие кадеты ПФО побывали на репетиции Парада Победы в Москве

Два новых рентген-аппарата установили в больнице в Мытищах

Ирина Струнова стала Терапевтом года

На международной выставке-форуме "Россия" в Москве завершилась тематическая неделя спорта